د افغانستان د مشرانو جرګې د انتصابي غړو کاري دوره د ولسي جرګې د شپاړلسمې تقنیني دورې تربشپړېدو پورې وغځول شوه.
د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر په دې اړه فرمان د مشرانو جرګې له غړو سره تر لیدو کتو وروسته ورکړ.
د افغانستان مشرانو جرګه یوسل او دوه غړي لري چې یو ثلث یې د ولسمشر له خوا انتصابي ټاکل کېږي.
په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو تر راتلونکو انتخاباتو پورې به اوسنۍ ولسي جرګه خپل کار ته دوام ورکوي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات د راتلونکي اوړي او مني ترمنځ کیږي.