د ننګرهار په اچین ولسوالي کې په پوځي عملیاتو کې د داعش څلور مهم وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"په اچین کې په هوايي عملیاتو کې د داعش لږترلږه ۱۵ وسله وال وژل شوي چې ۴ تنه يې د دې ډلې مهم غړي دي. داسې ګڼل کیږي چې پنځه طالبان هم چې داعش اسیران کړي وو؛ په دې حمله کې وژل شوي دي."
د خوګیاڼي په وینا، په ننګرهار کې د داعش پر ضد هوايي عملیات روان دي او د ولایت امنیت ورسره ښه شوی دی.