ایران سعودي عربستان فرقه يي شخړوته په لمن وهلو تورن کړ

ایران سعودي عربستان تورن کړ چې فرقه یي شخړو ته لمن وهي او سعودي چارواکي باید په منځني ختیځ کې د ښو اړیکو او د بنسټ پالنې تر منځ یوه لاره غوره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون په نوم په یوه لیک کې تېره ورځ ولیکل، ایران له خپلو ګاونډیو سره هېڅ راز شخړه نه غواړي او هیله لري چې سعودي عربستان هم دغه منطق ته سر کښته کړي.

جواد ظریف سعودي عربستان تورن کړ چې له هغوعراقیانو سره چې عربستان ته د عبادت لپاره ځي؛ ناوړه چلند کوي چې له دې سره په ایران کې خلک په قهر شوي.

د ښاغلي ظریف په وینا سعودي عربستان په ورته وخت کې داسې واعظان ټاکلي دي چې هم د ایران او هم د نړۍ د شیعه و پرضد خلک تحریکوي.

د تهران او ریاض تر منځ اړیکي وروسته تر هغه کړکېچنې شوې چې عربستان د شیعه و یو مشر نَمر النَمر اعدام کړ.