د فلاډلفیا پولیس وايي، یو سړي چې له داعش سره یې تړاو درلود پر یوه پولیس ډزې وکړې او هغه یې سخت زخمي کړ.
د امریکا پولیسو پرون جمعه وویل چې وسله وال سړی۳۰ کلن دی؛ "اډوارډ آرچر" نومېږي او پر پولیس یې ۱۱ډزې کړې دي.
پولیسو هم حمله کوونکی درې مرمۍ ویشتی او هغه یې نیولی دی.
د فلاډلفیا د پولیسو کمېشنر "ریچرډ راس" وویل:
"حمله کوونکي زموږ د پولیس د وژلو نیت درلود او اعتراف یې کړی چې دا بزدلانه کار یې د اسلام په نوم ترسره کړی دی."
د پولیسو په وینا، دغه حمله کوونکي له داعش سره خپل تړاو هم منلی دی.