د افغانستان دفاع وزارت وايي په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په پایله کې ٦٠ تنه دولت-ضد وسله وال وژل شوي دي.
د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه پوځي عمليات په کاپيسا، پکتيا، ارزګان، کندز او هلمند کې شوي دي.
د دغو عملياتو په پایله کې د ٦٠ تنو وسله والو د وژل کېدو تر څنګ د ١٦ نورو د ټپي کېدو او ٤ نورو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.