فرانسه: یو سړی چې د داعش بیرغ یې پورته کړی و، ووژل شو

د فرانسې پولیسو یو سړی چې د اسلامي دولت یا داعش بیرغ یې پورته کړی وو، وژلی دی.

ویل کیږي چې دې سړي په پاریس کې د پولیسو پر یوه پوسته د حملې هڅه کوله.

د پاریس لویې څارنوالۍ پرون پنجشنبې په دې اړه د تروریستي حملې په توګه د څیړنو د پيل اعلان وکړ.

د پاریس لوی څارنوال فرانسیوس مولینس وویل چې د وژل شوي سړي له جسد سره یوه پاڼه موندل شوې چې د داعش بیرغ ورباندې رسم شوی وو او په عربي ژبه يې په يوه پیغام کې د حملې پړه هم اخیستې وه.

رپوټونه وايي چې دا سړی په مراکش کې زیږیدلی وو او د ګوتو له نښانونو يې څرګنده شوې چې مخکې په غلا نیول شوی وو.