کري: که هرڅه سم وو، نو د ایران اټمي موافقې عملي کیدل به پيل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري وايي: که هرڅه سم وو، په څو ورځو کې به د ایران او نړېوالو قدرتونو د اټمي موافقې عملي کیدل پيل شي.

کري پرون پنجشنبې خبریالانو ته وویل چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره یې ټیلیفوني خبرې کړې دي.

جان کري وویل چې امریکا د خپلو مسئولیتونو ترسره کولو ته تیار ده او ورته خبره يې د محمد جواد ظریف په حواله هم وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران ستاینه وکړه چې په ټيټه کچه د غني شوېو یوارنیمو ذخیرې یې روسیې ته واستولې او ويې ویل چې دا کار د ایران اټمي پروګرام په بې سارې ډول شاته کوي.