افغان ولسمشرله امریکا نه د الوتکو، جنګي هلیکوپټرو او نورو تجهیزاتو غوښتنه وکړه

ولسمشرمحمد اشرف غني د افغانستان د هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره د امریکا له کانګرسه د الوتکو، جنګي هلیکوپټرو او نورو تجهیزاتو غوښتنه وکړه.

د امریکا د کانګرس مشر باب کورکر پرون پنجشنبې د امنیت ټینګولو، اقتصادي ودې او اصلاحاتو لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې باب کروکر او ولسمشرغني د سیمې او افغانستان د امنیتي وضعیت، له ترورېزم سره پر ګډه مبارزه او د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.