ولسمشرغني د ښځو په ځانګړي زندان کې د دوسیو د څيړنې حکم وکړ

ولسمشرمحمد اشرف غني پرون پنجشنبې په کابل کې د ښځو په ځانګړي زندان کې د دوسیو د څيړنې حکم وکړ.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر له سترې محکمې غوښتنه کړې چې په کابل کې د ښځو په زندان کې د شکایتونو د هر اړخیزې څیړنې لپاره یو پلاوی وټاکي او پایلې یې ورسره شریکې کړي.

ښاغلي غني څو ورځې وړاندې په کابل کې د ښځو زندان ته ورغلی وو او د هغوي د ستونزو په اړه یې خبرې ورسره وکړی.