د فلیکس په نوم تلویزیوني شبکې تیره ورځ د نړۍ په ۱۳۰ هېوادو کې خپلې خپرونې پراخې کړې.
نیټ فلیکس مخکې د نړۍ په شپیتو هېوادو کې خپرونې کولې او تر پراختیا وروسته یوازینی هېواد چین دی چې دې شبکې ته یې د خپریدو اجازه نه ده ورکړې.
هند، نایجریا، روسیه او سعودي عربستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د لومړي ځل لپاره په کې د فلیکس خپرونې پیل شوي دي.
د دې شبکې مشر رید هیسټنګز په لاس ویګس کې وویل، نن تاسو د یوه نوي انټرنټي نړېوال تلویزیون د خپرونو د زیږیدو شاهدان یاست.