امریکایي څارنوالانو پر یوه تن چې مهند محمود فارح نومیږي نوي تورونه لګولي

امریکایي څارنوالانو پر یوه تن چې شک پرې کیږي القاعده په پاکستان کې روزلی دی، نوي تورونه لګولي دي.

دا کس تورن دی چې په ۲۰۰۹ کال کې یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر یوې اډې په برید کې لاس درلود.

څارنوالانو تیره ورځ وویل چې مهند محمود فارح چې د امریکا په تکزاس کې پیدا شوی، دوو ځان وژونکو حمله کوونکو ته چې موټر یې چلاوه، چاودیدونکي مواد چمتو کړي دي.

د څارنوالانو په وینا د یوه موټر دننه چاودنه وشوه خو بل چلوونکي خپلو موادو ته چاودنه ورنه کړه چې بیا په دغو موادو کې د فارح د ګوتې د کرښو نښه وموندل شوه.

د محکمې په سندونو کې د هغې پوځي اډې نوم نه دی اخیستل شوی چې برید پرې شوی و خو ډير باور دی چې دا هغه اډه ده چې په خوست کې د پاکستان پولې ته څيرمه ده.

فارح چې د عبداله الشامي په نوم هم یادیده په پاکستان کې نیول شوی و او بیا نیویارک ته واستول شو.