د هند د جمو او کشمیر ایالت د مشر وفات به سیاسي بې ثباتي په دغې سیمې کې چې د هند او پاکستان د اختلاف مرکز دی، زیاته کړي.
۷۹ کلن مفتي محمد سعید چې د خلکو د ډیموکراتیک ګوند مشر و د تنفسي ناروغۍ له امله مړ شو.
سعید د هند د صدراعظم نریندرا مودي یو نژدې ملاتړی و چې هڅې یې کولې، افراطي ډلې په سیاسي بهیر کې داخلې کړي.
هند او پاکستان د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې ده. مفتي محمد سعید کوښښ کاوه چې دا ستونزه له پاکستان سره د خبرو له لارې هواره شي.
دی د کشمیر د دواړو برخو تر منځ د ازادې سوداګرۍ پلوی و.
په ۱۹۸۹ کال کې چې کله د هند تر واک لاندې کشمیر کې د یاغیانو هڅې تیزې شوې د مفتي محمد سید یوه لور یاغیانو وتښتوله او بیا وروسته دا نجلۍ له پنځو زندانیانو سره چې په هند کې بندیان وو، تبادله شوه.