په پکتیا کې د بشري حقونو مدافعین او مدني فعالان د جګړو پر وخت د خلکو له کورونو څخه د پناه ځایونو په توګه د استفادې په اړه اندېښنه څرګندوي.
په جنوب ختيځ کې د بشري حقونو ادارې وياند عادل عزيزي په یوه خبري غونډه کې چې د ولایتي شورا استازي او مدني فعالان هم په کې موجود وو، وویل چې افغان پوځیان او وسله وال مخالفین د جګړو پر وخت له عامه تاسیساتو او د خلکو له کورنو په یو بل ډزې کوي.
ښاغلي عزیزي وویل چې د بشري حقونو کمېسیون په دې اړه خپله جدي اندېښنه ښکاره کوي او ټینګار کوي چې د جګړو پر وخت د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید ښکېلې خواوې پام ولري.
د بشري حقونو او مدني ټولنو فعالانو په داسې حال کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو له څو ورځو راهیسې د پکتیا په زرمت او ځینو نورو سیمو کې تصفیوي عملیات پيل کړي دي.
په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي د بشري حقونو او مدني فعالانو د دې اندېښنې په اړه څه نه وايي.