د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې مېشتو افغان ځوانانو د کرکټ د بريا جشن په سندرو او ملي نغمو ونمانځه او په راتلونکي کې يې د خپل ټيم له خوا د نورو برياوو هيله هم څرګنده کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د چهارشنبې په ورځ په شارجه کې له زمبابوې څخه د پېنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله او د دې سيريز جام يې خپل کړ.
په پېښور کې مېشتو افغان ځوانانو د همدې بريا په خوشحالۍ کې د پجشنبې په ورځ د دې ښار د بورډ په خوشال خان لېسه کې د بري جشن ونمانځه چې د بېلابېلو پوهنتونونو د افغان محصلينو په ګډون سربېره په کې د افغان وکيل التجارۍ غړو، افغان ډيپلوماټانو او نورو لسګونو کسانو ګډون کړى و.
دغه افغان ځوانان چې په سترګو کې يې د خوښۍ اوښکې له ورايه برېښدلې، ملي نغمو ته ګډېل او اټنونه يې کول.
په پېښور کې افغان وکيل التجار ميرويس يوسفزى چې د دغه جشن تابيا يې کړې وه، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ملي ټيمونو د هڅونې لپاره دا ډول غونډې ضروري وبللې او ويې ويل:
"د دغسې جشنونو نيول د ملي يووالي په برخه کې ډېر زيات رول لري. په راتلونکي کې هم موږ دغسې پروګرامونه لرو او د ملي لوبډلو نمانځغونډې به موږ کوو، د هغوى په وياړ به موږ جشن نيسو. زموږ لپاره زموږ ملي لوبډلې که هغه فوټبال دى که کرکټ دى، زموږ دپاره اهميت لري او د دوى د تشويق لپاره به دغسې پروګرامونه جوړوو."
يو افغان ځوان شاکر سباوون چې په دغه جشن کې يې احساساتي ملي نارې وهلې، ازادي راډيو ته خپل احساسات په دې ډول څرګند کړل:
"د خوښۍ ځاى دى چې نن افغان ځوانان راغونډ شوي دي او خپله ملي لوبډله نمانځي. ډېر خوښ يو او خوشحاله يو دغه افغانان په يو ميدان راغونډ شوي دي او خپله ملي لوبډله او ملي اتلان نمانځي."
يو بل افغان ځوان منير جلالي بيا په دې هيله دى چې ټيم به يې ورته په راتلونکي کې نورې برياوې راوړي او د دردېدلي افغان ملت لمن بۀ له خوشحاليو ډکه کړي:
"زما پېغام دا دى چې د افغانستان کرکټ ټيم ته چې هر کله همداسې برياوې زموږ هېوادوالو ته راوړي، ترڅو زموږ د هېواد خلک خوشحاله شي، لکه څنګه چې يې پرون کومه خوښي او بريا موږ ته رانصيب کړه، په دې باندې ټول افغانان خوشحاله دي او جشنونه نمانځي.د کرکټ ملي لوبډله يا Blue Tigers چې افغانستان ته يې دغه برياوې وروبخښله، دا چې د جنګ ټايم دى او افغانستان کې وينې بهېږي او په دې حالت کې افغانانو ته يې خوشحاله وروبخښله، دا د افتخار ځاى دى، موږ پرې وياړو او دوى دې کوشش وکړي چې افغانستان ته دغسې کپونه راوړي."
د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې د معارف اتشه احسان الله اميني بيا په افغان ټيم کې د ځوانو لوبغاړو له لوبې خوشحاله ښکاري او له کرکټ بورډه غواړي چې ځوانو لوبغاړو ته دې د لوبې چانس ورکړي:
"دا خو ټولو وليدله چې په دې اخرنۍ لوبه کې دغه نوي ځوانان، په ځانګړي توګه ګلبدين ناېب سبب د خوشحالۍ د ټولو افغانانو شو چې ډېره ښه لوبه يې وکړله، بايد دا په ټيم کې دايم وي او دې نه وروسته بايد د ټيم په هره لوبه کې ولوبول شي او وخت ورته ورکړل شي. همداسې راشد ارمان او دا تکړه تکړه ځوانان."
د افغانستان ټيم په شارجه کې له زمبابوې سره د پېنځو يو ورځنيو لوبو سيالي لرله چې ياد ټيم تر لومړيو دوو هغو وروسته پرله دوه لوبې وباېللې، خو درېيمه هغه يې تر يوې په زړه پورې لوبې وروسته د ګلبدين ناېب په ښکلې لوبې وګاټه او جام يې خپل کړ.
د يادونې وړ ده چې افغانستان په شارجه کې د زمبابوې پرخلاف د يو ورځنيو لوبو علاوه د شل اوريزو لوبو لړۍ هم لري چې لومړى هغه به يې د جمعې په ورځ ترسره شي.
راپور: ذبيح مومند