د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په یو لړ عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د کورنیو چار وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان په تېرو دوو ورځو کې په لغمان، سرپل، ارزګان، غزني، پکتیکا، هرات او هلمند ولایتونو کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د بیان له مخې دا عملیات د افغان ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.