د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شمالي کوریا اټمي ازموینې ته په پام سره یو ځل بیا له جنوبي کوریا او جاپان څخه د دفاع په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنې ټینګار وکړ او د شمالي کوریا په وړاندې یې د سخت اقدام ژمنه وکړه.
سپینې ماڼۍ نن وویل چې د جنوبي کوریا له ولسمشرې "پارک ګیون هي" او د جاپان له صدراعظم "شینزو ابي"سره په ټليفوني خبرو کې اوباما موافقه وکړه چې متحدین یې باید په ګډه کار وکړي، ترڅو د شمالي کوریا د وروستي بې باکه چلند په وړاندې یو نړېوال متحد او قوي عکس العمل څرګند کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې جان کري هم ورته خبرې له خپلو جاپاني او کوریایي سیالانو سره کړي دي.
د جنوبي کوریا یوه چارواکي رویټرز ته وویل چې مشرانو یې د کوریا په ټاپو وزمه کې د امریکا د سټراټیژیک قوت په اړه خبرې وکړې.