د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا اټمي ازموینه وغندله.
امنیت شورا تېره شپه وروسته تر دې بېړنۍ غونډه راوبلله چې پیونګ یانګ وویل، د هایدروجني بم بریالۍ ازموینه یې ترسره کړې ده.
د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو تېره شپه وویل چې دا ډول ازموینه، د امنیت شورا له پرېکړه لیکه ښکاره سرغړونه ده او د شمالي کوریا دا هڅه په ښکاره د نړۍ سولې او امنیت ته یو ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل چې د شمالي کوریا پرضد یې د نوو اقداماتو لپاره بېړنۍ هڅې روانې کړې دي.