د روسیې، روبل د ډالر په وړاندې تر بل هر وخت خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
تېره ورځ څلور اویا اعشاریه اته پنځوس روبله، له یوه ډالر سره تبادله شول.
روبل، خپل ارزښت یو اعشاریه اووه سلنه د ډالر په وړاندې له لاسه ورکړ او چینایي پیسې تېره ورځ له ډالر سره د پنځو کلونو په ترڅ کې تر بل هر وخت په ټیټه بیه تبادله شوې چې له دې سره په مخ پر وده هېوادونو کې د پرمختګ د ورو کېدو ویره زیاته شوه.
د مخ پر ودې هېوادونو د پرمختګ د لارې بل خنډ د تېلو د بیو ټیټیدل دي چې تېره ورځ د لندن په بازارونو کې یو بېرل تېل تر پنځه ۳۰ ډالره ارازنه خرڅ شول او دا په تېرو ۱۱ کلونو کې د تېلو تر ټولو ټیټه بیه ده.