د پوځې چارو کارپوهان وايي، په روان ژمي کې په غیرسابقه ډول د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي اصلي هدف د سولې په راتلونکې خبرو کې د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کول دي.
افغان امنیتي مقامات وايي، طالبان د ژمنیو فعالیتونو له لارې غواړي د جګړې په ډګر کې خپل وجود ثابت کړي.
که څه هم چې د ژمي په موسم کې د طالبانو بریدونه کمیږي خو سږ کال په غیر متوقع ډول دې ډلې خپلو حملو ته چې په کابل هم متمرکزې دي، زور ورکړی دی.
یو شمېر کتونکي وايي، د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور هڅه کوي خپل موقیعت غښتلی کړي او د بریدونو د زیاتوالي له لارې له افغان حکومت سره د سولې په را روانو خبرو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا او چین په منځګړیتوب په اسلام اباد کې د افغان چارواکو او پاکستاني مقاماتو ترمنځ د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره غونډه وشي.
د طالبانو د چارو کارپوه او مخکښ پاکستاني لیکوال احمد رشید فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته په پام سره د طالبانو مشر ملا منصور غواړي د لویو بریدونو په ترسره کولو سره پر طالبانو خپل کنټرول غښتلی کړي.
احمد رشید وايي، د جګړې په ډګر کې د ملا منصور د ډلې لاسته راوړنې به د طالبانو د بلې ډلې چې مشري يې ملا محمد رسول کوي، مشروعیت زیانمن کړي.
خو د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیرې وايي، په ژمي کې د طالبانو د حملو دوام د دې لپاره دی چې دا ډله غواړي نړېوالو ته د جګړې په ډګر کې خپل حضور وښيي .
د پوځي چارو یو شمېر کتونکي وايي، طالبان په خپل سر د سولې د خبرو واک نه لري بلکې پاکستان ته په اشارې سره وايي چې طالبان د بل چا په کنټرول کې دي.
اخوا بیا د چارو سیمه ییز کارپوهان وايي، په مزارشریف کې د هند پر قونسلګرۍ برید او د پاکستان پولي ته نږدې د هندي ځواکونو پر یوې اډې حمله دا څرګندونې چې د پاکستان په پوځ کې ځیني کړۍ نه غواړي چې اسلام اباد او نوی ډیلي سره نزدې شي.
د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین فرانس پریس اژانس ته ویلي د مزار شریف او په هند کې پر یوې پوځې اډې وروستي بریدونه ښيي چې دا دواړه حملې د یوې ستراتیژۍ برخه ده.
نوموړی وايي داسې ښکاري چې د پاکستان د پوځ ځیني چارواکياسلام اباد ته د هند د صدراعظم له وروستۍ ناڅاپي سفر او له نواز شریف سره د نریندرا مودي له کتنې بې خبره ساتل شوي وو.