په کابل کې د الکترونیکي تذکرو د ویش ادارې سلګونه کارکوونکو مظاهره کړې

د افغانستان د بريښنایي پيژندپاڼو د ویش ادارې سلګونه کارکوونکو چې اوس یې د کار موده ختمه شوې نن په کابل کې مظاهره وکړه.

دوی چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسیده د کابل له دهمزنګه د ملي شورا تر ودانۍ لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د کار موده یې باید وغځول شي.

دغو لاریون کوونکو همدا راز د بريښنايي پیژندپاڼو د ویش اداره تورنه کړه چې غواړي د دوی پر ځای نوي واسطه لرونکي کسان ونیسي.

خو د بریښنایي تذکرو د ویش ادارې عمومي رییس همایون محتاط وايي چې د بودیجې د کمښت له امله د دوی یولس سوو کارکونکو دندې له لاسه ورکړي چې اوس یې یواځې د څلورو سوو د بېرته نیولو لپاره بودیجه ترلاسه کړې ده.