داعش په ۲۰۱۵ کال کې په عراق او سوریې کې ګڼې سیمي له لاسه ورکړي

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش پر ضد جنګېږي، وايي چې دې وسله والې ډلې په۲۰۱۵ میلادي کال کې زیاتې سیمې له لاسه ورکړې دي.

د ایتلافي ځواکونو ویاند سټیف وارن په بغداد کې وویل چې په عراق کې ۴۰ او په سوریه کې ۲۰ سلنه سیمې د داعش له کنټروله وتلې دي.

د وارن په وینا، داعش وسله وال په عراق کې له سنجار او نورو شمالي ښارونو او د ترکیې پولو ته نږدې د سوریې د خاورې له ځینې برخو د ایتلافي ځواکونو د هوايي عملیاتو او د کردي ملېشو د ملاتړ له امله وایستل شول.

د عراق په مرکزي سیمو کې حکومتي ځواکونو او شیعه ملېشو تکریت ښار تېره میاشت ونیو او د انبار له مرکز رمادي یې هم دا وسله وال وایستل.

داعش وسله والو د روان کال له پسرلي راهیسې نوي سیمې نه دي نیولي.

د ایتلافي ځواکونو ویاند سټیف وارن ویلي:

"دې ټولو مسئلو موږ ته څرګنده کړې چې دښمن کمزوری شوی او له پوځي اړخه له ستونزو سره مخامخ دي."

خو د اسلامي دولت وسله وال لا هم د سوریې پر زیاتو برخو اود عراق په شمال او غرب کې د موصل په ګډون پر زیاتو سیمو واکمني لري.