د کونړ په ناړۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ملي اردو ۲سرتیري وژل شوي

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او د یوه ملي وګړي په ګډون دوه افغان سرتیري ټپیان دي.

د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې ماین چاودنې وروسته د ملي اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته هم شوې.

نوموړي وویل چې په نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.