ولسمشر اوباما د وسلو د پلورلو د محدودیت لپاره نوي اقدامات اعلان کړل

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون سې شنبې د وسلو د زیات کنټرول او د وسلو پر پلورلو د محدودیت لپاره نوي اقدامات اعلان کړل.

ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې وویل چې په دې اړه د غلي پاتې کېدو لپاره پلمې باید پای ته ورسېږي.

بارک اوباما څرګنده کړه چې پر وسلو د محدودیتونو د وضع کولو لپاره له خپله صلاحیته کار اخلي څو دا خبره کانګرس ته ولاړه نه شي.

بارک اوباما زیاته کړه:

"د وسلو پلویانو کانګرس برمته کړی خو ټوله امریکا نه شي برمته کولای. موږ نه شو کولای چې د وسلو د ازادۍ په بیه د وینې داسې بهېدل وزغمو."

په امریکا کې هرکال تر۳۰ زره کسان په وسله والو نښتو کې وژل کېږي.

جمهور ریس بارک اوباما پرون د امریکا په ښوونځيو کې په وسله والو حملو کې د زده کونکو د وژل کېدو په اړه د خبرو پرمهال ، وژړل.