ایران او افغانستان د خپلو چاپېریالي لانجو د پای ته رسولو لپاره د یوه ګډ کمېسیون پر جوړېدو موافقه وکړه.
د ایران د مهر خبري اژانس د خبر له مخې د ایران ولسمشر حسن روحاني او د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله پرون په تهران کې پر دوه اړخیزو مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالو همکارېو د تړون پر څرنګوالي خبرې وکړې.
دواړو مشرانو دغه راز د یوه ګډ کمېسیون پرجوړېدو هم موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د چاپېریال او اوبو د لانجو هواري ته به حل لارې لټوي.
د خبرله مخې روحاني له عبدالله سره په کتنه کې له ګاونډېو په تېره بیا له افغانستان سره اړیکو ته پراختیا ورکول د تهران لپاره یو لومړیتوب وباله.
عبدالله هم پردې مسالې تاکید وکړ چې د دوه اړخیزو پراخو همکارېو د یوه سند او د اوبو او چاپېریالي لانجو د هواري لپاره د یوه ګډ کمېسیون د جوړولو پروسه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو نوي پړاو ته ورسوي.
د حکومت اجراییه رییس ایران ته په درې ورځني سفرکې پر روحاني سربېره، د ایران له سترمذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي او د دې هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم ولیدل.