د لوګر ولایت په مرکز پورې اړوند په شنګ سیمه کې د ملي دفاع وزارت د "ام. وای ۱۷" ډوله هلیکوپتر الوتکې په بېړنۍ ناسته کې نن د یادې الوتکې درې تنه سپرلۍ وژل شوي او یو تن تپي شوی دی.
د ملي دفاع وزارت څخه په دې اړه په یوې خپرې شوې خبرپانه کې راغلي چې دغې الوتکې د تخنیکي خرابیو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه.
خبرپاڼه وايي چې دغې الوتکې د پیلوټانو د مسلکي کچې د لوړولو په هدف پرواز کړی و.
د افغانستان د دفاع وزارت له دې امله خواشینې څرګنده کړې او د وژل شویو کورنۍ ته یې د ډاډګیرنې مراتب څرګند کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولایت یو امنیتي مسوول ازادي راډیو ته ویلي چې یاده هلیکوپټره د محمد اغې ولسوالۍ په شکار کلا سیمه کې غورځېدلې ده.