اوباما په امریکا کې د ملکیانو له خوا د وسلو پر اخیستلو نوي مقررات وضع کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما پرون هغه پلان په ډاګه کړ چې له مخې یې دی له خپل صلاحیت څخه کار اخلي او د وسلو له ټولو پلورونکو غواړي چې د هغو کسانو نومونه ثبت او د هغوی سابقه وګوري چې په ډېره پیمانه وسلې اخلي.

دغه پلان کانګرس چې جمهوري غوښتونکي پرې کنټرول لري او د خونړيو وروستیو پیښو زیاتوالي ته په پام سره حتی له دې یې هم ډډه کړې چې په متحدو ایالتونو کې د وسلو پرزیات کنټرول غور وکړي؛ اړخ ته کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ پرون په واشنګټن کې وویل:

"د امریکا کانګرس ځینې اقدامات کولای شي چې د اساسي قانون ابتدایي حقونو ته چې امریکایان یې باید مراعات کړي؛ زیان نه رسوي، خو کانګرس له دې کاره ډ ډه کړې ده.

کانګرس د دغو اقداماتو په کولو کې پاتې راغلی او اوس د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل صلاحیت څخه کار اخلي چې هغه لازم اقدامات چې دی یې کولای شي؛ وکړي."

د امریکا ولسمشر وویل، دغه نوي مقررات د ولسمشر په توګه د ده د صلاحیتونو په محدوده کې دي؛ خو د وسلو د لرلو د پلویانو له خوا د هغو په وړاندې سخت مخالفت څرګند شوی او یقیناً هغه به د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو یوه اساسي موضوع وي.

اوباما وویل، دغه نوي مقررات به ښایي په دې هېواد کې د هرخونړي جنایت مخه ونه نیسي؛ خو هغه کولای شي د ډېرو کسانو ژوند وژغوري او ډېرې کورنۍ د خپلو عزیزانو له غمه وساتي.