د آذربایجاني خبریال "راسم علییف" د قتل په قضیه کې د لاس لرلو په تور د پنځو مشکوکو کسانو محاکمه نن د دې هېواد د پلازمینې باکو په یوه محکمه کې پیل شوه.
۳۰ کلن علییف د ۲۰۱۵ کال د اګست په نهمه د باکو په یوه روغتون کې د هغو ټپونو له امله مړ شو چې یوه ورځ مخکې وهل شوی و.
هغه په روغتون کې ویلي وو چې د یوه وتلي فوټبالر چاوید حسینوف پلویانو پرې په دې خاطر حمله کړې وه چې د هغه انتقاد غچ ترې واخلي چې پر حسینوف یې د هغه عکس په خاطرکړی و چې ولسمشرعلییف په خپله فیسبوک پاڼه کې ایښی و.
حسینوف چې د آذربایجان د قباله FK په نوم د فوتبال کلپ غړی دی؛ په مشکوکو کسانو کې نه دی شامل.
خو هغه په دې تورن شوی چې ولې یې د دغه جنایت راپور نه دی ورکړی او په جلا توګه محاکمه کېږي.
که هغه مجرم وپېژندل شي په تر درې کالو بند به محکوم شي.