له فاریاب ولایته راغلي راپورونه وايي چې تېره شپه په میمنې ښار کې یو ورور او خور وژل شوي دي.
د ۱۹ کلنې سیما او ۱۵ کلن زین الله مړي د دوی د کورنیو له خوا د فاریاب والي د دفتر مخې ته راوړل شوي او د وژونکو د نیولو او ورته د سزا ورکونې غوښتنه یې کړې ده.
د وژل شوو کسانو کورنۍ ادعا کوي چې دغه وژنې د قیصار د امینه قوماندان نظام الدین قیصاري له خوا چې د دوی زوم دی شوي دي.
خو نوموړي دغه ادعا رد کړې وايي چې دا د ده پر وړاندې یوه دسیسه ده.
په ورته وخت کې د فاریاب د پولیسو قوماندان سید اقا اندرابي وايي چې د قضیې په تړاو یو تن تورن پېژندل شوی چې د نیونې لپاره یې هڅې روانې دي.