کریملین د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې د مشر د مړینې خبر ورکوي.
کریملین پرون په یوه بیان کې وویل، د "ګرو GRU" په نوم د پوځي استخباراتو د ادارې مشر "اېګور سیرګون" ناڅاپه مړ شوی او زیاته یې کړه ولسمشر ولادي میر پوتین د نوموړي کورنۍ او خپلوانو ته خواخوږي څرګنده کړې ده.
۵۸ کلن سیرګن چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د دې ادارې د مشر په توګه په دنده وګومارل شو مخکې د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز هم پاتې شوی دی.
د کریملین په بیان کې د نوموړي د مړینې علت نه دی ښودل شوی.