د سمنګان د سولې شورا مشر د ناڅرګندو کسانو په حمله کې ووژل شوی

د سمنګان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د سولې شورا مشر قاري سیف الدین سعادت د ناڅرګندو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې قاري سیف الدین د ماښام تر لمانځه وروسته، له جوماته خپل کورته په لار و چې ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې کړي دي.

صدیق عزیزي زیاته کړه:

"د پېښې جزئیات لا نه دي څرګند، قاري سیف الدین سعادت په وروستیو کې یعنې۲۰ ورځې یا یوه میاشت مخکې، د سولې د شورا رییس مقرر شوی وو. ماښام له جوماته وتلی او کورته نږدې، په لاره کې ویشتل شوی دی."

د سمنګان د سولې شورا پر مشر د حملې مسوولیت چا نه دی اخیستی.