د عراق د سنیانو په دوو جوماتونو کې چاودنې وشوې

د عراق د سنیانو په دوو جوماتونو کې نن سهار چاودنې وشوې.

دا چاودنې وروسته له دې وشوې چې د سعودي عربستان له خوا د يوه مخکښ شيعه ملا اعدام فرقوي تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده.

چارواکو ويلي چې يو سني موذن هم خپل کور ته نژدې په اسکندريه کې نن سهار وختي په ډزو ووژل شو.

عراقي پوليس وايي، په حله ښار کې دننه او ورته نژدې د سنیانو پر دغو جوماتونو حملې داسي کسانو کړي چې نظامي کالي يې اغوستي وو.

حملې د بغداد په جنوب کې د شيعه ګانو د مقدس ښار کربلا په پنځوس کيلومترۍ کې شوي دي.

د حملو يو هدف عمار بن ياسر جومات وو چې د حلې ښار په باکرلي سيمه کې موقعيت لري.

د چاودنې له کبله لسو کورنو ته زیان اوښتی او درې نور په کې ټپيان شوي دي.

بله حمله د سنجار کلي په الفتح جومات کې شوې چې حلې ښار ته نژدې دی.