جاپان: د ټوکیو او مسکو ترمنځ د سولې د یوه تړون لپاره پوټین سره خبرو ته اړتبا ده

د جاپان صدراعظم "شينزو ابي" وايي، د توکيو او مسکو ترمنځ د سولې پر يوه تړون د هوکړې لپاره د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرو ته اړتيا ده.

جاپان او روسيې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په خپلو کې د سولې کوم تړون نه دى لاسليک کړى؛ ځکه دواړه هېوادونه د جاپان په شمال کې د "هوکايدو" ټاپو پر ملکيت لانجه سره لري. جاپان دا ځاى خپل شمالي قلمرو ګڼي.

د جاپان صدراعظم نن په توکيو کې يوه کنفرانس ته وويل؛ دا مهمه ده چې روسيه د ټروريزم پر وړاندې د مبارزې؛ دغه راز د ايران او سوريې د بحران په برخه کې رغوونکى رول ولوبوي.

"د شمالي ټاټوبي مساله داسې چې د مشرتابه په سویه له خبرو پرته حل کېدای نه شي. که مساله د ټروریزم وي یا د سوریې او ایران ستونزه وي، باید وخت ولرو چې دا ټولې مسالې سږ کال له ولسمشر پوټین سره مطرح کړو."

ښاغلى شينزو ابي چې کله د ٢٠١٢م کال په وروستيو کې د صدراعظمۍ مقام ته ورسېد؛ له روسيې سره يې د اړيکو د ښه کېدو هڅې کړي؛ خو د اوکراين شخړې او نورو مسايلو دغه هڅې پېچلې او اغېزمنې کړې دي.