د مزارشریف نښتې ته افغان کومانډو ځواکونه رسېدلي دي

د افغانستان د دفاع وزارت کومانډو ځواکونه په مزارشریف ښار کې د هندوستان پر قونسلګرۍ د نن سهار ډله ییزې حملې سیمې ته رسیدلې ترڅو دا جګړه د ملکي تلفاتو پرته پای ته ورسوي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د یو شمېر امنیتي ځواکونو په حواله وایې چې دا جګړه لاهم روانه ده او تراوسه ۹ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوې دي.

د بلخ ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد رسنیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۷ افغان سرتېري او ۲ ملکیان دي.

نوموړي وویل چې د حمله کوونکو شمېر ۶ تنه دي او له تېرې شپې راهیسې يوه کور ته ننوتلي او له هغه ځايه د هند پر قونسلګرۍ ډزې کوي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.