د افغانستان او زيمبابوې ترمنځ د کرکټ سیالۍ به نن ترسره شي

ټاکل شوې چې نن د افغانستان او زيمبابوې ترمنځ د کرکټ څلورمه پنځوس اووره مسابقه ترسره شي.

افغانستان تر اوسه له دغه هېواده د دې لړۍ دوه مسابقې ګټلي او يوه بايللې ده.

پنځمه پنځوس اووره مسابقه به د چهارشنبې په ورځ وشي.

دواړه هېوادونه به دوه شل اووره مسابقې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم پرون د جنوبي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې دوهم مقام وګاټه.

د افغانستان ملي ټیم له څو پرله پسې بریاوو وروسته پرون د هند له ټیم سره په پایلوبه کې مخامخ شو.

لوبه دوه د یو په وړاندې د هند په ګټه پای ته ورسیده.