ابي: د توکيو او مسکو پر يوه تړون د هوکړې لپاره د پوتين سره خبرو ته اړتيا ده 

د جاپان صدراعظم شينزو ابي وايي، د توکيو او مسکو ترمنځ د سولې پر يوه تړون د هوکړې لپاره د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرو ته اړتيا ده.

جاپان او روسيې تر دويمې نړېوالې جګړې وروسته په خپلو کې د سولې کوم تړون نه دى لاسليک کړى، ځکه دواړه هېوادونه د جاپان په شمال کې د هوکايدو ټاپو پر ملکيت لانجه سره لري. جاپان دا ځاى خپل شمالي قلمرو ګڼي.

د جاپان صدراعظم نن په توکيو کې يوه کنفرانس ته وويل، دا مهمه ده چې روسيه د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې، دغه راز د ايران او سوريې د بحران په برخه کې رغوونکى رول ولوبوي.

ښاغلى شينزو ابي چې کله د ٢٠١٢میلادي کال په وروستيو کې د صدراعظمۍ مقام ته ورسېد، له روسيې سره يې د اړيکو د ښه کېدو هڅې کړي، خو د اوکراين شخړې او نورو مسايلو دغه هڅې پېچلې او اغېزمنې کړې دي.