تېره شپه په مزار شريف کې د هند قونسلګرۍ حمله شوې

تېره شپه په مزار شريف کې د هند قونسګلرۍ ته نژدې د افغان امنيتي قواوو او وسله والو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

وسله والو د تيارې تر خپرېدو وروسته پر دغه ډيپلوماتيک دفتر بريد پيل کړ. اول د دوو چاودنو وروسته د ډزو راپور ورکړل شو.

تر اوسه د يوه ملکي کس د ټپي کېدو خبر ورکړى شوى، د نورو ځاني او مالي زيانونو په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

دا هم نه ده معلومه چې بريدکوونکي څو تنه وو. چا د بريد مسووليت نه دى منلى.