د عراق د پلازمېنې بغداد په شمال کې پر يوه پوځي اډه پنځو ځانمرګو بريدکوونکو، د عراق د امنيتي قوتونو لږ تر لږه ١٥ غړي وژلي او ٢٢ نور ټپيان کړي دي.
د عراق امنيتي چارواکي وايي، دوو ځانمرګو بريدکوونکي په منفجره موادو خپل ډک وسايط د تکريت هوايي اکاډمۍ پر غربي دروازه منفجر کړي، پخوا دا ځاى د امريکا پوځي اډه وه.
درې نور بريدکوونکي د پوځي اډې هغې برخې ته ننوتلي او هلته يې چاودنه کړې، چې د عراق پوليس په کې روزل کېږي.
د اسلامي دولت سختدريځې ډلې يا داعش چې د عراق د شمال او لوېديځ زياتې برخې يې په لاس کې دي، د دغو حملو مسووليت منلى دى.
دا بريد څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د عراق امنيتي قواوو د رمادي ښار د بېرته نيولو اعلان وکړ. د امريکا په مشرۍ د ائتلاف هوايي حملې د عراق له امنيتي قواوو سره ملګرتيا کوله.
رمادي د ٢٠١٥میلادي کال په دوبی کې د اسلامي دولت ډلې له خوا نيول شوى و.