د فولبرايټ سکالرشېپونو یا بورسونو په اړه پوهېږئ؟ دا څه ډول بورسونه دي، په کومو شرایطو بسیه ځوانان ورته ځان کاندیدولای شي او که تاسې هم غواړئ دغو معتبره بورسونو ته ځان کاندید کړئ، کومو خبرو ته باید پام وکړئ؟ دا تاندې څانګې د دغو بورسونو په اړه کافي معلومات درکولای شي.
فولبرايټ سکالرشېپ له دویمې نړېوالې جګړې څخه وروسته، په ۱۹۴۶ کال کې د امریکايي سناتور جېمزویلیم فولبرايټ په وړاندیز رامنځ ته شو.
دی په دې نظر و چې د خلکو تر منځ جنګ جګړې هله له منځه تلای شي چې د مختلفو ټولنو وګړي له یوه بل سره دوه اړخيزې اړيکې وپالي، نظرونه او مفکورې سره شريکې کړي او یو ګډ سولييز ژوند ولري.
د دغه سکالر شېپ په مرسته د نړۍ له ۱۵۵ هېوادونو نږدې۳۲۰ زره کسانو په بېلابېلو برخو کې په امریکا کې زده کړې کړي دي او تر دې مهاله يې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول ۳۸ جمهور ريیسان فارغه کړي دي.
په افغانستان کې له کوم وخت راهيسې دغه بورسونه شته؟ په دې اړه مې په کابل کې د امریکا سفارت د ښوونيزو او فرهنګي چارو کارپوه ارش یقين پوښتلی:
" دا په افغانستان کې د ۱۹۵۰ کال له لومړيو څخه پېل او تر ۱۹۷۹ کاله يې دوام وکړ چې په هغو کلونو کې نږدې ۴۰۰ امریکایانو او افغانانو په دغه پروګرام کې کډون کړی و. بيا نږدې دوه لسیزې ودرېد، ځکه چې په کابل کې د امریکا سفارت نه و. خو له نیکه مرغه له ۲۰۰۳ کال کې راهيسې بیا پېل شو، چې اوس د ماسټري او دوکتورا په کچه ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابروي او نږدې ۵۰۰ افغان ځوانانو تر دې مهاله ورڅخه ګټه اخستې ده. دا یو زېری دی چې پخوا د دغو بورسونو شمېر کم و خو امریکا ته د ولسمشر اشرف غني له سفر وروسته يې شمېر زیات شوی او اوس موږ هر کال ۸۰ کسان چې ۷۷ يې د ماسټري دورې او ۳ نور يې د دوکټورا لپاره په دغو بورسونو کې لېږلی شو."
ما ویل دغو بورسونو ته په کومو شرایطو بسيه کسان ځان کاندیدولای شي؟ د ښاغلی یقين ځواب و:
"لومړی خو دا چې خپل تحصیلي اسناد باید د میلادي کال د مارچ میاشتې تر ۲۰مې، یاني د هوت تر ۳۱ مخکې باید موږ ته راولېږل شي. بله دا چې څلور کلنه تحصيلي دوره يې په یوه دولتي او یا په خصوصي پوهنتون کې بشپړ کړي وي، یاني باید لیسانس ولري او که دوکټورا ته ځي باید د ماسټري اسناد هم ولري. دریم شرط دا دی چې د انګلیسي یا د ټافل په ازموینه کې باید لږ تر لږه ۷۵ نمرې واخلي او د ماسټري لپاره ۸۰ نمرې ضروري دي. ورپسې دوه مقالې دي، چې ډېرې مهمې دي، په یوه کې د خپلو زده کړو پلان او په بله کې د خپل شخصي ژوند مبارزه او پلان باید واضح شي. د دوی د لیسانس نمرو ته هم کتل کیږي او کله چې د فولبرايټ د ارزونې ډلې لخوا لوړو نمرو وړوونکي کسان وټاکل شي نو یوه انټرويو یا مرکه ورسره کیږي او له مرکې وروسته د ټولو غوره کسان ټاکل کیږي."
یو افغان ځوان ننګ اتل چې سږ کال يې د همدې سکالرشېپ له لارې د بشري سرچینو په برخه کې په امریکا کې ماسټري وکړه او پروسږ کال يې د نجونو د تعليم د یوه هڅاند په حېث هلته د شجاعت نړېواله جایزه هم وګټله وايي چې زه له درې ځله ناکامېدو وروسته په څلورم ځل دغه سکالرشېپ ته بریالی شوم، دی وایي چې د انګلیسي تر څنګ هغه دوه مقالې ډېرې ضروري دي چې باید په ډېر دقت ولیکل شي. ښاغلی اتل وايي چې د دغو مقالو د ارزونې ډله دې ته ارزښت ورکوي چې کاندید ځوانان پخپل ژوند کې له ستونزو سره څنګه مبارزه کړې او څنګه يې ځان بري ته رسولی دی او د راتلوونکي لپاره څومره ګټور پلان لري او د عملي کولو لپاره يې لا هم څومره هڅه او زیار باسي.
د پکتیا ولایت اقبال حسین او د کابل رڼا ذاهدي هغه څوک دي چې د فولبرايټ سکالر شېپ له ټولو امتحاني پروسو بریالي راوتلي او په یو، دوو میاشتو کې د ماسټري لپاره امریکا ته روان دي.
دوی څنګه دغو بورسونو ته لیواله شول او اهمیت په اړه يې څه وايي:
" ۱_ زه له دغو بورسونو هله خبر شوم چې د پاکستان په لاهور کې مې د انجینري پوهنځی لوست خو کله مې چې مشر ورور له همدې لارې خپله ماسټري په امریکا کې وکړه نو لا ډېر وهڅېدم او هڅه مې پېل کړه چې زه هم دغه معتبر بورس ته ځان ورسوم. دا دی له نېکه مرغه یو دوو میاشتو کې موږ روان یو، دا ډېر ښه او معتبره بورسونه دي، په دې هیله یم چې له هغه ځایه داسې تجربې تر لاسه کړم چې خپل هېواد ته پرې ګټه ورسولای شم."
"۲ـ پخوا زه د فولبرايټ په اړه ډېره نه پوهېدم، خو د لومړي ځل آپلای کولو سره بریالۍ شوم. ما د کمپيوټرساینس پوهنځی لوستی او هلته به هم په یوه اړوند برخه کې - چې د معلوماتو مدیریت يې بولي- ماسټري وکړم. زما د ټافل نمرې هم ښې وې، هغه دوه مقالې مې هم ښې لیکلې وې او انټروېو مې هم ښه وه. زما په نظر دا ډېر ګټور بورسونه دي، درسونه او اسناد يې ډېر معتبر دي او زه له خويندو غواړم چې که انګليسي يې ښه وي نو ځانونه دې ورته کاندید کړي، دومره مشکل هم نه دي."
لکه په سر کې مو واورېدل چې د دغو بورسونو ټول لګښت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکول کیږي خو یوازې د انګلیسي ژبې یا د ټافل ازموینه چې د کابل په شمول په ځينو نورو ولایتونو کې يې هم ځينې تعليمي مرکزونه اخلي، نږدې دوه سوه امریکايي ډالره فیس لري. آغلې رڼا ذاهدي وايي چې تر څو پخپله انګلیسي ډاډه نه یئ، دغو بورسونو ته ځان مه کاندیدوئ، ځکه چې پيسې به مو هدر ځي.
ځينې ځوانان دا اندېښنه لري چې ښايي په فولبرايټ بورسونو کې به هم فساد یا تقلب وي. خو په کابل کې د امریکا سفارت د ښوونيزو او فرهنګي چارو کارپوه آرش یقين وايي چې په دې اړه دې ډاډه اوسي.
ښاغلي یقين وویل:
" فولبرايټ پروګرام کوم جبري پروګرام نه دی چې موږ بودجه ورته لرو او خامخا باید یو څوک ولېږو، نه... هغه ارزوونکې ډله چې تر ټولو غوره کسان ټاکي، پخپله امریکایان دي. هغوی که په یوه کال کې تر لسو ډېر غوره کسان پېدا نه کړي نو حتی یوولسم کس چې ناکامه شوی وي، په پروسه کې يې نه شاملوي. ځکه چې دې پروسې ته د نړۍ له مختلفو هېوادونو تر ټولو غوره هغه انتخابيږي.
نو دا یوه شفافه پروسه ده. ډاډه اوسئ که تاسې د امریکا سفارت سره ډېرې نږدې او ښې اړيکې هم ولرئ خو چې په ټافل ازموینه کې ټاکل شوې ۷۵ نمرې پوره نه کړئ، هېڅ څوک تاسې نشي انتخابولی."
ښاغلی یقین همدا راز وايي چې له نظامي او طبي پوهنځيو پرته بل هر پوهنځي ته په شرایطو برابر کسان ځان کانديدولی شي.
ما ویل د ننګ اتل په څېر ځينې ځوانان چې د انګلیسي یا د ټافل ازموینې ۷۵ نمرې يې هم پوره وي، ولې دغو بورسونو ته د کانديدۍ پر مهال څو ځله ناکامېږي؟ د آرش یقین ځواب و چې ښايي هغه دوه مقالې به يې قوي او واضح نه وې او یا به يې په انټرويو کې ځينې مشکلات لرل خو ننګ اتل د خپلو تجربو پر بنسټ وايي چې خبره د تحصیلي رشتې په انتخاب کې هم ده.
دی وايي، د داسې یوې تحصیلي رشتې ټاکل په کار دي چې خاصه وي. دی د یوه مثال په ورکولو سره وايي چې د سېول انجینرۍ مینه وال محصلان به زیات وي خو که څوک د زلزلې په برخه کې چې هغه هم د انجینري اړوند ده- ماسټري کول وغواړي نو ارزوونکې ډله ارزښت ورکوي، ځکه چې په افغانستان کې زلزلې کېږي او کدرونو ته ضرورت شته چې په دې برخه کې وپوهېږي.
ښاغلی اتل همدا راز د زراعت مثال ورکوي چې په افغانستان کې ورته اړتیا شته او د ځان مثال هم ورکوي چې په څه دلیل يې د ماسټري کولو لپاره د بشري سرچينو برخه غوره کړه.
ښاغلی اتل همدا راز وايي چې که غواړو له نړۍ سره ځان سیال کړو نو د ښه راتلوونکي کيلي په ښه تعلیم کې ده او د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځي ځوان استاد نجیب الرحمن صبوري هم هغه ځوان دی چې دوه، درې کاله وړاندې يې د فولبرايټ بورس له لارې د برق انرژۍ په برخه کې ماسټري اخیستې، دی هم خپلې تجربې راسره شريکوي او وايي چې په اوسني حالت کې د افغانستان ښوونيزې او اکاډميکه ادارې له ګڼو نيمګړتیاو او مشکلاتو سره مخ دي نو په داسې حالت کې فولبرايټ بورسونه د افغانو ځوانانو لپاره یو ګټور چانس دی.
د امریکا پوهنتونونه معتبر دي، درسونه يې په پرمختللې بڼه دي، باید ځوانان ځان ورته کاندید کړي. ښاغلی صبوري همدا راز وايي چې ما هلته هم د یوه محصل او هم دلته د یوه پوهنتون د استاد په حيث داسې تجربې تر لاسه کړې چې اوس عملاً ترې ګټه اخلم او خپلو محصلانو ته خپلې تجربې ورانتقالوم او په نویو میتودونو درس ورکوم.
د دغو بورسونو یو هدف هم دا دی چې په امریکا کې د خپلې تحصیلي دورې له بشپېړېدو وروسته باید فارغه محصل خپل هېواد ته بېرته راستون شي او د خپل هېواد خدمت وکړي خو بیا هم ځينې ځوانان شته چې بېرته نه راګرځي.
که څه هم د امریکا سفارت د ښوونيزو او فرهنګي چارو کارپوه آرش یقين وايي چې د دوی بېرته راتګ یو شرط دی خو جبر نه، مګر ښاغلی صبوري بیا وايي چې خپل هېواد ته له یوه ژمن او صادق ځوان سره داسې نامناسبه کار نه ښايي، دی زیاتوي چې د دغو بورسونو ټول ترلاسه کوونکي ځوانان باید خپل هېواد ته بېرته راوګرځي او خپل وطن په پښو ودروي ،دی وايي چې که کوم ځوان داسې نه کوي نو دا پر نورو مرستو ناوړه اغېز کولی شي او د داسې بورسونو له لارې نورو تلوونکو کسانو ته شرایط سختوي.
نو که تاسې سږ کال دغو بورسونو ته ځان کاندیدول غواړئ، پروسه يې پېل شوې او د نوي ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ تر ۲۰ مې نېټې دوام کوي. بخت مو بېداره اوسه او په دې هیله چې بریالي شئ او د ننګ اتل او نجيب رحمان صبوري په څېر بېرته خپل هېواد ته د خدمت لپاره راوګرځئ، دا تاندې څانګې پای ته رسوو. تاندې څانګې پر فیسبوک پيدا کړئ، پته ده:
http://Facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی او اورېدلی شئ:
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5