د نوي کابل بانک د خصوصي کولو هڅې پيل شوي دي

د افغانستان حکومت د نوي کابل بانک د خصوصي کولو لپاره ځانګړی پروګرام لري.

د نوي کابل بانک رییس سید جان سعید ازادي راډیو ته وویل چې اوس شرایط برابر شوي او د مالیې وزارت د خزاینو د ریاست د پروګرام په اساس په ځانګړې توګه بهرني پانګوونکي کولای شي په دغه بانک کې په ډاډه زړه پانګې ولګوي.

ښاغلي سعید زیاته کړه:

"خاصه توجه دې موضوع ته شوې ده او دغه بانک نه اوس داسې یو بانک جوړ شوی دی چې په ۲۰۱۶ کال کې به هېڅ تاوان ونه لري. دولت کولای شي دغه بانک اوس له لوړ موقف نه خرڅ کړي."

ښاغلي سعید زیاته کړه هغه کسان چې په پخواني کابل بانک کې یې اسهام درلودل په هېڅ ډول نه شي کولای د نوي کابل بانک د خصوصی کولو په دغه پروګرام کې برخه واخلي.

کابل بانک مخکې هم څو ځلي خصوصي کولو ته وړاندې شوی خو کوم شرکت یا کس یې د رانیولو تقاضا نه ده کړې.