د ننګرهار د امنیتي ستونزو د حل لپاره یو ګډ پلاوی ټاکل کېږي

افغان ولسمشر د شینوارو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره تېر ماښام په ارګ کې ولیدل.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، مشرانو د خپلو امنیتي او سیمه ییزو ستونزو په هکله ولسمشر ته معلومات ورکړل.

ولسمشر غني دغو مشرانو ته وویل چې د دوی درد احساسوي او ژمنه یې وکړه چې د امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د علماوو، مشرانو او حقوق پوهانو یو ګډ پلاوی ټاکي.

د جمهوري ریاست اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر غني د شینوارو مشرانو او دیني عالمانو ته وویل چې سږنی کال سخت او زموږ د بقا کال وو چې د هېواد امنیتي ځواکونو د سرښندنو له برکته هم دښمنانو ماتې وخوړه او هم نړېوالو له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنه تازه کړه.