د افغانستان ولسي جرګې نن د ولسمشر دوه تقنیني فرمانونه تصویب کړل.
د ولسي جرګې د عدلي او قضایې کمیسیون رییس محمد عبدو آزادی راډيو ته وویل چې د ملکي خدمتونو د قانون د تعدیل له مخې؛ وروسته له دې به په وزارتونو کې د لومړي او دویم بست کارکونکو د شمولیت آزموینه واخیستل شي.
نوموړي همدا راز وویل چې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې انسټیټیوټ د مسلکي کادرونو د حقونو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان له تصویبېدو سره به هم په شرایطو د وړ کارکوونکو لپاره یوه اندازه آسانتیا رامنځ ته شي.
له دې مخکې ولسي جرګې د ولسمشر یو شمېر تقنیني فرمانونه ځکه رد کړل چې د دغه جرګې د اداري هیات په باور له اساسي قانون سره په ټکر کې و.