هاشمي: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره شي

جمهوري ریاست وایي حکومت له مخکینۍ ژمنې سره سم په خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو تر سره کولو ته ژمن دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي نن له آزادي راډيو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې لومړی به په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحات راځي او بیا به انتخابات وشي.

"موږ خپله هڅه کوو چې اول اصلاحات راشي؛ بیا به انتخابات کیږي او د انتخاباتو نه وروسته به لویه جرګه جوړه شي. موږ بلکل هڅې کوو چې دا ټوله څه په خپل وخت تر سره شي."

دا په داسي حال کې ده چې د ثبات او حراست په نوم شورا د حکومت له خوا د انتخاباتو د تر سره کېدو اعلان شوې تقریبي نیټه غیر عملي بولي او وایي چې دا به د اساسي قانون د تعدیل په هدف جوړېدونکې لویه جرګه ځنډنۍ کړي.

له دې مخکې حکومت ویلي وو چې د راتلونکي اوړي او مني تر منځ موده کې به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وکړي.