ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم له روزونکي او غړیو سره ټيلیفوني خبري وکړې.
د جمهوري ریاست په یوه بیان کې راغلي چې ولسمشر د فوټبال د ملي ټیم له غړیو سره په خبرو کې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او دوی ته یې د وروستیو بریاوو مبارکي ورکړه.
بیان زیاتوي چې ولسمشر افغان فوټبالرانو ته وویل چې دی به له هند سره د افغانستان د فوټبال وروستۍ سیالي وګوري او د افغان لوبډلې د بریالیتوب غوښتنه یې وکړه.
د جنوبي آسیا د فوټبال د سیالیو په لړ کې سبا ته افغانستان له هند سره په فاینل یا وروستۍ لوبه کې مخامخ کیږي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم له دې مخکې د دغه لړۍ درې لوبې له بنګله دېش، مالدیف او سریلانکا څخه په ستر توپیر ګټلي وې.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې له خلکو غوښتي چې د هند پر وړاندې د افغانستان د احتمالي بریال په صورت کې هوایې ډزي و نه کړي او که څوک له دغه امر څخه سرغړونه کوي نو قانوني چلند به ور سره وشي.