سعودي عربستان د ټروریسټي فعالیتونو په تور ۴۷ تنه اعدام کړل

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت نن وويل چې ۴۷ کسان يې په ټروريسټي او وژونکو فعاليتونو کې د لاس درلودلو په تور اعدام کړي دي.

د اعدام شوو کسانو په ليست کې چې په دولتي رسنيو کې خپور شوى، د"نِمر باقر النِمر" نوم هم شامل دى، چې يو بانفوذه شيعه روحاني ګڼل کېږي.

النِمر د هغو مظاهرو اصلي طراح و، چې په ٢٠١١میلادي کال کې شيعه ګانو د عربستان د شاهي حکومت پرضد پيل کړې.

هغه مظاهرې د عرب پسرلي يا په عرب هېوادونو کې د پاڅونونو يوه برخه وه، چې شيعه ګانو د سعودي عربستان په ختيځ کې پيل کړې وې.

دوى اعتراض درلود، چې د سنيانو په رهبرۍ شاهي دولت دوى څنډې ته کړي دي.

په هغو مظاهرو کې څو پوليس مامورین ووژل شول او وروسته حکومت د شيعه اقليت په سلګونو غړي ونيول.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نن ۴۷ کسان په ١٢بېلابېلو سيمو کې اعدام شوي دي.

په ٢٠١٥میلادي کال کې د سعودي عربستان شاهي دولت لږترلږه ١٥٧ کسان اعدام کړي دي، حال دا چې په ٢٠١٤میلادي کال کې په دغه هېواد کې د اعدام شوو کسانو شمېر٩٠ تنو ته رسېده.