ايران پر خپل سيال هېواد سعودي عربستان د ټروريزم د ملاتړ تور ولګاوه.
دا تور وروسته له هغې لګول کېږي، چې عربستان نن اعلان وکړ، چې يو شيعه روحاني يې د ټروريزم په تور اعدام کړ.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند حسين جعفر انصاري د دغه هېواد دولتي رسنيو ته وويل:
"د سعودي عربستان حکومت د ټروريسټانو او سخت دريځو سنيانو ملاتړ کوي، خو په خپل هېواد کې انتقاد کوونکي ځپي او اعداموي يې."
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وويل شپږپنځوس کلن شيعه روحاني "نِمر باقر النِمر" د هغو ٤٧ کسانو په ډله کې شامل دى، چې سعودي عربستان نن اعدام کړي دي.
النِمر د هغو مظاهرو اصلي طراح و، چې په ٢٠١١میلادي کال کې شيعه ګانو د عربستان د شاهي حکومت پرضد پيل کړې.
هغه مظاهرې د عرب پسرلي يا په عرب هېوادونو کې د پاڅونونو يوه برخه وه، چې شيعه ګانو د سعودي عربستان په ختيځ کې پيل کړې وې