د ملي دفاع وزارت وایي، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې یې ۵۹ یرغمل شوي کسان د وسله والو مخالفینو له بنده راخوشې کړي دي.
د دفاع وزارت د مطبوعاتي څانګې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان تېره شپه د وسله و الو پر پټن ځایونو د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشي او د شوراب کمپ ته لېږل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د راخوشي شویو کسانو په ډله کې څه باندې دېرش تنه یې د ملي اردو عسکر وو.
تر دې مخکې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې هم په ورته عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو له بنده ۶۰ تنه راخوشې شوي وو.
د یو بل خبر له مخې د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر وایي؛ څلور تنه وسله وال په کجکي ولسوالۍ کې د ماین د ښخولو پر مهال وژل شوي دي. وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.