د جرمني په مونشن کې د رېل ګاډو مرکزي تم ځای بېرته پرانستل شو

د جرمني په مونشن ښار کې د رېل ګاډي مرکزي تم ځای چې د تروریسټي حملو د امکان د خبرداري له امله تړل شوی وو؛ پرون جمعه بیا پرانېستل شو.

خو چارواکو ویلي چې په ښار کې وضعیت جدي دی.

د مونشن د رېل ګاډي مرکزي تم ځای او د ښار په لوېدیځ کې د رېل ګاډي یو سټیشن د نوي ۲۰۱۶ میلادي کال په شپه وتړل شول.

د مونشن پولیسو له اسلامي دولت یا داعش سره د تړلو وسله والو له خوا د انتحاري حملو د جدي ګواښ خبرداری ورکړ.

د خبرداري له خپرېدو سره سم، لږترلږه ۵۰۰ اضافي ځواکونه مونشن ښار ته ورسېدل او خلک یې د رېل ګاډي له تم ځایونو وایستل.

د مونشن پولیسو پرون وویل چې څېړنې یې روانې دي خو په دې اړه مشکوک کسان نه دي نیول شوي.