ولسمشر اشرف غني پنجشیر ولایت ته تللی

ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشیر ولایت ته تللی او د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو او خلکو سره یې کتلي دي.

د پنجشیر والي ویاند عتیق الله ساکت ازادۍ راډیو ته ویلي چې ولسمشر غني له سیمه ییزو چارواکو سره په دغه لیدنه کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د تیاریوو په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې خبرې کړي دي.
د ښاغلي ساکت په وینا خلکو هم ولسمشر سره په کتنه کې د بې ځایه شویو کورنیو ستونزې چې تېر کال د برف کوچونو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي وو؛ له ولسمشر سره شریکې کړې.
د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت چارواکو ولسمشر ته د پنجشیر د عمومي وضیعت په اړه معلومات ورکړل.