په پکتیا ولایت کې د نجونو تعلیم ته پاملرنه زیاته شوې ده

په پکتيا کې د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې په لرو پرتو سيمو کې د عامه پوهاوي زياتوالي له امله د نجونو تعليم ته توجه زياته شوې ده.

په پکتيا کې د ښځو چارو ريیسه نسرين اورياخيل ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او نجونو په برخه کې د اړوندو ادارو کارونو نتيجه ورکړې اوښوونځیو ته د نجونو د پرېښودلو په برخه کې یې د عامه پوهاوي کچه تر دې لوړه کړې ده.

اورياخېله وايي، سره له دې چې نجونو ته د زده کړو په برخه کې عامه پوهاوی شوی دی او پرېښودل کيږي؛ خو اوس په کار دي چې د نجونو د تعليم په برخه کې لا زيات کار وشي او ژمني کورسونه او نور تعليمي پروګرامونه پلي شي.

د پکتيا يو شمېر نجونې هموايي چې د دوی د لا زده کړو لپاره بايد حکومتي ادارې او مدني ټولنې تعليمي پروګرامونو طرحه او پلي کړي.