په بغلان کې د "شمرق مجسمې" د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دي

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د "شمرق" مجسمې باید ژر تر ژره ترمیم شي.

دا مجسمې د کوشانیانو او ساسانیانو له دورې پاتې دي.

د شمرق مجسمې د یوه کاروان په ډول جوړې شوې چې له جنوبه د شمال په لور روان دی.

په بغلان کې د تاریخي اثارو پېژندونکي وايي، د شمرق مجسمې د بامیان بوداګانو ته ورته تاریخي ارزښت لري.

په بغلان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې دې تاریخي اثر د بارانونو له امله درز پيدا کړی او باید ترمیم شي.

دوی پر مرکزي حکومت ږغ کوي چې د داسې ستر میراث د له ویجاړېدو مخنیوی وکړي.